د نورستان دواب ولسوالۍ کې جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د نورستان په دواب ولسوالۍ کې جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده.

راپورونه وايي، بېګا په‎ دې ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ شدیدې نښتې روانې وې.

د نورستان امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع ازادي راډیو ته وویل چې ۵۰۰ وسله‎والو پر دې ولسوالۍ حمله کړې ده.

تر دې وړاندې، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته ویلي و چې د جګړې سیمه د دواب ولسوالۍ له مرکزه لیرې ده.