کابل کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د حملې په اړه نړيوالې تبصرې

یو شمېر لویدیځو رسنیو په کابل کې د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د برید په اړه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، تبصرې کړي دي.

لاس انجلس ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې برید په کابل کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ په لومړي پوړ کې شوې چې هلته شیعه عبادت کوونکي د اربعین مراسمو لپاره راټول شوي وو.

اربعین د اسلام د ستر پیغمبر د لمسي امام حسین د تلین په مناسبت ځانګړي مذهبي مراسم دي چې شیعه مذهبي یې لمانځي.

لاس انجلس ټایمز په دې راپور کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې د مشري چمپا پاتیل هغه څرګندونې راخیستل شوي چې وایي، په کابل کې د شیعه مذهبو پر جومات دغه برید پر ملکي وګړو یو وحشتناک او قصدي عمل دی.

مېرمن پاتیل له افغان چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د دې پېښې په اړه پلټنې وکړي او عاملین یې محاکمه کړي.

چمپا پاتیل زیاتوي دا د افغان حکومت دنده ده چې د شیعه مسلمانانو د خوندیتوب لپاره مؤثر اقدامات وکړي او د دغه اقلیت په وړاندې د پخوانیو ناسمو چلندونو د عاملینو لپاره مصؤنیت ختم کړي.

نیویارک ټایمز هم د همدې برید په اړه د یوه راپور هغه جزئیات راخیستي چې وایې په ټوله کې په افغانستان کې د شیعه ټولنې مذهبي مراسم د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال بند وه، خو د ورځپاڼې په خبره وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له واکه لېرې کړای شول، شیعه‌ګانو تر ډېره د خپلو مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره ازادي ترلاسه کړه.

ګارډین ورځپاڼي دا په افغانستان کې د شیعه اقلیت په وړاندې د بریدونو د لړۍ وروستۍ بیلګه بللې ده.

ګارډین لیکي دا په تېرو څو میاشتو کې په کابل کې د شیعه‌ګانو په وړاندي درېیم لوی برید وو.

د لیکوال په خبره په اکتوبر میاشت کې هم په کابل کې یوه وسله‌وال کس پر یوه بل جومات داسې مهال برید وکړ چې شیعه مذهبي د عاشورا مراسمو د لمانځلو لپاره په کې راټول شوې وو.

د ګارډین په لیکنه په داسې حال کې چې په افغانستان کې په هغه سطح فرقه یې شخړې نه وې چې د سیمي نور هېوادونه پرې اخته وو، خو په دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې د وروستیو بریدونو سره هم مهال د شیعه مذهبو په وړاندې هم تروریستي بریدونه ترسره شوي دي.

ګارډین د دوشنبې ورځې پېښه کې د یوه ټپي شوي کس په حواله لیکلي چې وایي په قربانیانو کې ښایې ډېر ماشومان هم وي.