د کابل نننۍ انتحاري حملې ټول قربانیان ملکیان دي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل له نننۍ انتحاری حملې څخه د ښار بېلابېلو روغتونونو ته له ۳۰ څخه زیات وژل شوي او له ۸۵ زیات ټپیان وروړل شوي دي. یاده انتحاري حمله د دوشنبې په ورځ شا اوخوا ۱۲ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقر العلوم مدرسې د جومات دننه رامنځته شوه. وېډیو او اېډېټ: الیاس صالح