افغان مشرانو د باقر العلوم جومات حمله په سختو ټکو وغندله

افغان ولسمشر محمد اشرف، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل وروستۍ انتحاري حمله په سختو ټکو غندلې ده.

ارګ مانۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکو او عبادت کوونکو باندې برید دا نه بخښونکی عمل او د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو هڅه ده.

اجرائیه ریاست بیا د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د دښمنانو دا کړنه په هېڅ دین او قانون کې د توجیه وړ نه ده او دغه کار یې جنایت بللی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره هم خپره شوې خبرپاڼه کې یاده پېښه په سختو ټکو غندل شوې ده.

امنیتي چارواکي وایي چې د کابل په باقرالعلوم جومات کې د نن ورځې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.