ارګ: که ولسي جرګه بودجه تصویب نه‎کړي مسؤلیت‌یې همدوی ته ورګرځي

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، که ولسي جرګه د ۱۳۹۶ کال بودجه تصویب نه‎کړي مسؤلیت‌یې هم همدوی ته ورګرځي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل تر هغې چې سترې محکمې د استیضاح شویو وزیرانو په اړه پرېکړه نه‎وي کړې دوی به خپل کارته دوام ورکوي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"موږ د استیضاح شویو وزیرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته منتظر یو تر هغې به دغه وزیران خپلو چارو ته دوام ورکوي، د بودجې د رد او تائید صلاحیت پارلمان لري او که دوی چېرته په دې برخه کې عمل نه‎کوي مسؤلیت‌یې هم همدوی پورې اړه لري."

یوه ورځ وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو د حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې چې ګواکې د استیضاح شویو وزیرانو مسئله‌یې سترې محکمې ته استولې وویل، که حکومت د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نور کسان ورمعرفي نه‎کړي دوی به بودجه تصویب نه‎کړي.