د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران به ژر اعلان شي

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران به ډېر ژر اعلان کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دقیقه نېټه ونه‎ښوده خو وايي د غوراوي چارې ټولې بشپړې شوې دي.

د ارګ ماڼۍ په داسې حال دا څرګندونې کوي چې وړاندې ځینو مدني فعالانو د دغې پروسې د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.