سوداګرې مېرمنې: حکومت مو ستونزو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې

یو شمېر افغان سوداګرې ښځې شکایت کوي چی ځیني ستونزې د دوی د سوداګریزو او تولیدي چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د سوداګریزو موادو لپاره د بازار نشتوالی، ناامنۍ، مالي سرچینو ته نه لاسرسی، تبعیض، منفي ذهنیتونه او د تجربې او مسلکي مهارتونو نه درلودل هغه ستونزې دي چې افغان سوداګرې ښځې ورته ګوته نیسي.

یادو سوداګرو ښځو د شنبې په ورځ په کابل کې د تشبث د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو حکومت ورته لاتر اوسه پام نه دی کړی.

یوې سوداګرې ښځې سیما رضايي د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما په باور د سوداګرو ښځو ستونزه دا ده، د مثال په ډول هغه څه چې سوداګرې ښځې تولیدوي دولت باید په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او د دغو ښځو لپاره یو مناسب ځای وټاکي ترڅو وکولای شي چې ښه ګټه ترلاسه کړي او په دغه برخه کې زیاته همکاري ولري او ښځې وتوانېږي چې د نارینه وو په شان پر خپلو پښو ودرېږي."

اغلي رضايي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ستونزو ته یې رسېدګي وکړي او د نندارتونو د جوړولو له لارې د ښځو تولیدي توکو او صنایعو پرمختک ته زمینه سازي وکړي.

متشبیثو ښځو همداراز وویل چې په ټولنه کې د ناسمو دودنو او رواجونو څخه رنځ وړي او په ډېرو مواردو کې خپلو جایدادونو ته د نه لاسرسي له امله يې د سوداګرۍ د پرمختک مخه نیول شوې.

د ښځو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال ۱۳۰۰ افغان ښځې د پانګونې جوازونه لري او ۸ سوه خصوصي شرکتونه د ښځو له لوري رهبري کېږي او همدا راز ۳۰ زره ښځې په وړو او لویو سوداګریزو کارونو کې بوختې دي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزیره دلبر نظري د سوداګرو ښځو ستونزې تائیدوي او وايي چې د دغه وزارت له لوري د سوداګرو ښځو د کارونو د ښه والي په برخه کې ډېر څه شوي، خو کافي نه دي او نور جدي اقدامات هم باید وشي.

نظري: د ښځو د پرمختګ په برخه کې ګڼ کارونه شوي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ښځو چارو وزارت د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د ښځو د ظرفیت لوړونې او اقتصادي توانمندۍ لپاره هڅې کوي، خو دغه فعالیتونه چې شوي کافي نه دي او اړوندي ادارې باید په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، څو سوداګرې ښځې وتوانېږي چې د خپلو تولیداتو د ودې او نورو اړتیا وړ برخو کې بوختې شي."

د ښځو چارو وزیرې همدارز ژمنه وکړه چې د سوداګرو ښځو ستونزې به د کابینې په غونډه کې هم مطرح کړي او له دې لارې به یې ولسمشر ته هم ورسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړې وو د سوداګرو ښځو پرمختک یې د کورنیو او ټولنې لپاره ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې له ټولو سوداګرو ښځو څخه به ملاتړ کوي.

راپور: عبادالله حنان زی