بزګران: ارزګان کې د غنمو او بادامو حاصلات زیات شوي خو بازار نه لري

د ارزګان ولایت د کرنې اومالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، د یاد ولایت د غنمو او بادامو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

یاد مسؤلین وايي چې ارتقاء ظرفیت او «ای.پي.ایم» پروګرامونو له لارې يې بزګرانو ته د باغونو او غنمو د روزنې په برخه کې روزنه ورکړې چې له همدې امله سږ کال د دوی د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.

د کرنې اومالدارۍ رئیس انجنیر زلمي الکو د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۴ کال يې د بادامو حاصلات۳۵۰۰۰ زره ټنه پوري و، خو په ۱۳۹۵ کال کې يې د بادمو حاصلات ۵۵۰۰۰ زره ټنه ته لوړ شوي دي او همدارنګه غنم په ۱۳۹۴کال کې ۷۲۰۰۰زره ټنه و، خو په ۱۳۹۵کال کې ۷۷۰۰۰ټنه ته لوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې بادام له دغه ولایت څخه ګاونډي ولایت کندهار ته انتقالېږي او تر فروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

الکو: د تېرو کلونو په پرتله مو د بادامو او غنمو حاصلات زیات شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تېرو کلونو په پرتله مو د بادامو او غنمو حاصلات زیات شوي، دا ځکه چې موږ د ارتقاء ظرفیت او هم «ای.پي. ایم» پروګرامونه لرو چې موږ د هر کال په جریان کې د دغو پروګرامونو له لارې کرونده ګرو ته د باغونو او غنمو د مرضونو په برخه کي لارښوونې کوو چې ښیې پایلې يې لرلې دي."

ارزګان د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په وینا یې۸۰ سلنه خلک يې په کرنه اومالداري بوخت دي.

مسؤلین: د ارزګان ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت یو شمېر بزګران د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه خوښ دي، خو له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی محصولات دې تر نړیوالو بازارونو پوري ورسوي تر څو په ښه بیه وپلورل شي.

د ارزګان ولایت یوشمېر کروندګرو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زه خپله د بادامو باغ لرم چې لس جریب دی، سږکال مو د تېرکال په پرتله حاصلاتو کې ډېروالی راغلی وو، داځکه چې د زراعت ریاست راته د باغ د روزنې په برخه کې لازمې لارښوونې کړي وې، خو په ډېره ټیټه بیه مو وپلورل.

زما د غنمو په حصلاتو کي سږکال د پام وړ ډېروالی راغلی وو ځکه چې موږ ته د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په دې برخه کې ښوونې شوي وې، خو هیله مو داده چې ښه بازار ورته پیدا شي."

په ارزګان ولایت کې په روان ۱۳۹۵کال کې د کرنې اومالدارۍ ریاست لخوا څخه ۶۵زره مېوه لرونکي نیالګي کېښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال ۱۵۲۰۰۰ټنه وچه اولنده مېوه له ارزګان ولایت نور ولایتونو ته انتقالېږي.

راپور: شریف لله شرافت