مستغني: هندي کې د اسیا زړه هېوادونو ۶غونډه جوړېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې چې د اسیا د زړه هېوادونو شپږمه غونډه د افغانستان او هند په مشرۍ د هند په امرتسر ښار کې جوړه شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازدي راډيو ته وویل چې په دې کنفرانس کې به پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې په مشخص ډول به په دې کنفرانس کې پرې بحث وشي هغه د دغې پروسیې لاسته راوړنې او په مخ کې پراته خنډونه دي او همدارنګه له دغو ستونزو د راوتلو په مسئلې به خبرې اترې وشي."

نوموړي وویل چې دا کنفرانس د دسمبر په څلورمه جوړېږي او پکي به د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون کوي.