قدیر: ستره محکمه باید د اجرائیه قوې تر تاثیر لاندې رانشي

د افغانستان ولسي جرګه وايي، ستره محکمه دې د وزیرانو د استیضاح په اړه داسې پرېکړه ونه کړي چې اعتبار ته یې زیان ورسېږي.

د دغې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې نن یې د جرګې مشري کوله وویل ستره محکمه یو معتبره قوه ده او باید د اجرائیه قوې تر تاثیر لاندې رانشي.

نوموړي زیاته کړه:

"ستره محکمه با اعتباره اداره او قوه ده باید هغه کار چې د قانون په چوکاټ کې ترسره شوی وي، هغه د سترې محکمې سره ربط د اجرائیه قوې له خوا نه ونه نیسي، ځکه چې د سترې محکمې اعتبار تر پوښتنې لاندې راوړي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ ولسي جرګې ۱۶ هغه وزیران استیضاح کړل چې له اویا فیصدو څخه کمه پراختیایې بودجه یې مصرف کړې وه چې له هغې جملې څخه یې ۷ تنه سلب صلاحیت شول.

ولسمشر غني د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو سترې محکمې تراوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.