چارواکي: د ننګرهار هسکه مېنه کې دوه داعشیان نیول شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال نیول شوي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د مریزکنډو په سيمه کې تېره ورځ ناوخته د پلټنې پر مهال دوه تنه داعش وسله وال چې یو تن یې د همدې ولسوالۍ او بل د کونړ ولایت دی نیولي.

نوموړی وايي، له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.