ارګ: نوي کمېشنران به راتلونکې اوونۍ معرفي شي

جمهوري ریاست وايي، کېدای شي راتلونکې اوونۍ د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران معرفي کړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو کمېسیونونو لپاره له ۳۶ کاندید کمېشنرانو سره مرکې بشپړې او په اړه یې پرون شپه په ارګ ماڼۍ کې د افغان مشرانو مشورتي غونډه هم وشوه.

خو د انتخاباتو یو شمېر څارونکې ډلې وايي چې د کاندید کمېشنرانو په ډله کې د دوی په خبره بې تجربه او پخواني کمېشنران هم شامل دي.