پاکستان وايي د داعش ډلې اته کسان یې نیولي

د پاکستان د تروریزم ضد خدماتو اداره وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې اته کسان یې نیولي چې له سوریې یې اداره کېدل.

دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان په لاهور کې نیول شوي او غوښتل یې افغانستان یا سوریې ته ولاړ شي.

اسوشیېټیډ پریس ویلي چې له دې کسانو سره همداراز لب ټاپ کمپیوټرونه، ګرځنده ټیلیفونونه او جهادي لیکنې ترلاسه شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پاکستان ټینګار کړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال په دغه هېواد کې کوم منظم حضور نه لري.