د انتخاباتو څار بنسټ: انتخاباتي کمېشنرانو ټاکلو کې دې دقت وشي

د افغانستان د انتخاباتو څار بنسټ له حکومته غواړي چې د انتخاباتي کمېشنرانو په ټاکلو کې بشپړ دقت وکړي.

د دغه بنسټ د پارلماني څار مسؤل شاه محمود مل نن کابل کې خبریالانو ته وویل، د غوراوي کمېټه نه‎ده توانېدلې چې غوښتنلیک ورکوونکو لپاره ځانګړي معیارونه ولري.

د غوراوي کمېټې له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د ۷۲۰ غوښتنلیک ورکوونکو له جملې څخه د ۳۶ کاندید کمېشنرانو لېست ولسمشر ته سپارلی دی.

ارګ ویلي چې له ورسپارل شوي لېست څخه به په بشپړه توګه په شفافیت او دقت کسان د کمېشنرانو په توګه وګماري.