ولسي جرګې نن سې شنبه ۳ استیضاح شوي وزیران تائید او یو رد کړ

ولسي جرګې نن هم د کابینې له څلورو استیضاح شویو وزیرانو څخه درېيو ته د تائید او یوه ته یې د رد رایه ورکړه.

د کرنې وزیر اسد الله ضمیر، د اوبو او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي د نن ورځې په غونډه کې بریالي خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرعبدالرزاق وحیدي د جرګې له خوا رد شو.

په تېرو څلورو ورځو کې ولسي جرګې ۱۳ وزیران د پراختیایې بودجې د نه مصرفولو په خاطر استیضاح کړل چې له دې ډلې اووه یې د جرګې له‎خوا سلب صلاحیت شول.