ولسي جرګې درې وزیران تائید او یو رد کړ

ولسي جرګې نن هم د کابینې له څلورو استیضاح شویو وزیرانو څخه درو ته د تائید او یوه ته‌یې د رد رأیه ورکړه.

د کرنې وزیر اسدالله ضمیر، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي د نن ورځې په غونډه کې بریالي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د جرګې له‌خوا رد شو.

دغه وزیران د پراختیایې بودجې د لږ مصرفولو په خاطر د دوی په غیاب کې استیضاح شوي و.

حکومت تر دې یوه ورځ مخکې پرېکړه وکړه چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو په ګډون به ټوله وزیران د سترې محکمې له‌خوا تر هر اړخیزو څېړنو پورې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.