ویسا: حکومت او ولسي جرګه بیا سره واوښتل

کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د استیضاح د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې چې حکومت او ولسي جرګه بیا سره واوښتل یوه مقاله خپره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي ولسي جرګې تر اوسه له نهو استیضاح شویو وزیرانو څخه له شپږو د باور رایې اخېستې، حکومت دغه مسئله سترې محکمې ته راجع کړې ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور د حکومت دغه اقدام د ولسي جرګې د صلاحیتونو د محدودولو په معنی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې په داسې حال کې چې ولسي جرګه په خپله له قانوني او حقوقي پلوه د مشروعیت له چلینج سره مخامخ ده، د وزیرانو استیضاح سلب اعتماد او غیابي محکمه د اساسي قانون په کومه تله او کاڼي تلل کېدای شي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي:

د ولسي جرګې استازي په دې باور دي چې حکومت خپله له اساسي قانون سره په ټکر کې رامنځ ته شوی، ځکه ولسي جرګې ته د دغسې ګوت نیونې سترګې نه‎شي لرلای.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي ستره محکمه باید د کابینې د استیضاح شوېو غړیو موضوع وڅېړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د کابینې د اکثریت وزیرانو کارد ۱۳۹۴ کال په نیمايي کې پيل شوی او له دې سره په خوا کې دولت له اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره هم لاس او ګریوان و.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د وزیرانو د استیضاح د لایل نا موجه دي.

د لیکوال په باور د بودجې کم لګښت ستونزه د وزیرانو د سلب اعتماد استدلال نه‎شي کېدای.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ولسي جرګه باید له حکومت سره په دې اړه ژوره پلټنه وکړي او هر چېرې چې ستونزي باید په ګډه او د حل ورته ولټول شي.

بل خوا چراغ خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ ولسي جرګه باید د سلب صلاحیت شوېو وزیرانو د ناکامي عوامل په ډاګه او وڅېړي، څو راتلونکي وزیران دا تېروتنې تکرار نه‎کړي.

د بلې دولتي ورځپاڼې انیس په سرمقاله کې راغلي دا چې کابینه په ډېر ځنډ بشپړه شوه اوس چې ځینې وزیران سلب اعتماد کېږي، نو ښکاره ده چې ځای به یې سخت ډک شي.

د لیکوال په باور په کابینه کې د سرپرستانو پاتې کېدل خلکو او حکومت ته ستونزې زیږوي او فرصتونه له لاسه وځي.

او په پای کې د اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د دولت د قواوو ترمنځ تقابل د هېڅ‎چا په ګټه نه دی.