هاګ محکمه: د امریکا پوځ افغانستان کې ۶۱ زندانیان شکنجه کړي

په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه وايي، داسې معقول دلایل‌یې ترلاسه کړي چې ښيي امریکا په افغانستان کې د زندانیانو په شکنجه کولو سره جنګي جنایت کړی.

هاګ محکمې په یوه مقدماتي راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د امریکا پوځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۱ زندانیان شکنجه کړي، بې‌رحمانه چلند یې ورسره کړی او د هغو عزت ته‌یې په سپک نظر کتلي.

راپور زیاتوي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي. آی. اې» مأمورینو هم ۲۷ کسان شکنجه کړي خو په راپور کې یادونه شوې چې ډېری دا جرایم د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ چې جورج بوش د امریکا ولسمشر و، پېښ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات باور نه‌لري چې په دې اړه تحقیقات به په بشپړ او سم ډول ترسره شوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ترودو پرون وویل، امریکا کلک هوډ کړی چې د جګړې پر قوانینو عمل وکړي.