ولسي جرګه نن سې شنبه د کابیني ۴ نور وزیران استیضاح ته ورغواړي

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه به نن سې شنبه د کابینې څلور نور وزیران د استیضاح غونډې ته وروغواړي.

تمه کېږي چې د ولسي جرګې غړي به د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو، اوبو او برېښنا او د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې د وزیرانو په اړه رأیې ورکړي.

د ولسي جرګې له‎خوا د شنبې ورځې راهیسې د کابینې د وزیرانو د استیضاح بهیر پیل شوی.

ولسي جرګه وايي، دا وزیران ځکه استیضاح کوي چې د وزارتونو انکشافي بودجه‌یې نه‌ده لګولې.

بل‎خوا ارګ کې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون د کابینې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هغو وزیرانو په شمول چې ولسي جرګې ترې واک اخیستی او د نه‌باور رأیې یې ورکړي، ټول وزیران دې پر دې موضوع د سترې محکمې تر څېړنې پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د افغانستان له سترې محکمې یې غوښتي چې د کابینې د غړو د استیضاح څرنکوالی دې د قانوني واکونو پر بنسټ وڅېړي او نتایج دې جمهوري ریاست ته وسپاري.