روڼتیا څار سازمان: فساد سره مبارزه کې شته ادارې خپلواکې نه‎دي

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې له مخې یې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې شوي کارونه د ملي یووالي حکومت د ژمنو خلاف دي.

د دغه راپور موندنې ښېي چې په تېرو دوو کلونو کې د ملي یووالي حکومت نه‎دی توانیدلی چې د اداري فساد سره د مبارزې په شته ادارو کې لازم اصلاحات رامنځته او د دغې پدېدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د روڼتیا څار سازمان اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي په یوه خبري ناسته کې وویل چې حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره جدي اراده نه‎لري او په خبره یې د فساد په یو شمېر قضیو کې د افغانستان سیاستوال ښکیل دي.

د روڼتیا څار سازمان اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي

دی وايي:

"تېرو دوو کلونو کې داسې لاسته راوړنه نشته چې ووایو د ملي یووالي حکومت مشران له فساد سره مبارزې لپاره سیاسي اراده لري، ویلای شو چې دغه اراده په ډېره ټیټه کچه کې ده. خو په ټوله کې د افغانستان له سیاسيونو سره له فساد سره مبارزې لپاره سیاسي اراده نشته، د پخواني او اوسني حکومت ډیری سیاستوالو خپله په یو ډول سره د فساد د شبکو ملاتړ کړی."

ښاغلی افضلي وايي، په وروستیو کې فساد سره د مبارزې برخه کې جوړې شوې ادارې د حکومت تر نفوذ لاندې دي او هېڅ ډول استقلالیت نه‎لري.

د روڼتیا څارسازمان حکومت ته وړاندیز کوي چې اداري فساد د ملي امنیت پر وړاندې یوه جدي ننګونه وبولي او له دغې پدېدې سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړي.

دغه سازمان همدا راز وايي چې حکومت باید د نړیوالو اصولو له مخې د اداري فساد سره د مبارزې یو خپلواک کمېسیون رامنځته او په‎کې له هر ډول مداخلې څخه لاس واخلي.

خو افغان حکومت بیا د روڼتیا څار سازمان دغه موندنې ناسمې بولي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې له فساد سره مبارزه د ملي یووالي د حکومت د کارونو په سر کې ده او په دې برخه کې شته ادارې هم پوره خپلواکي لري.

مرتضوي: له فساد سره مبارزه د ملي یووالي د حکومت د کارونو په سر کې ده

ښاغلی مرتضوي زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې سیاسي اراده لري، د فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز جوړېدل د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د جدي ارادې بیلګه ده، د افغانستان لوی څارنوالۍ د یوه خپلواک بنسټ په توګه خپل کار کوي، ولسمشر او په ټوله کې حکومت په دې برخه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي."

سره له دې چې حکومت د فساد پر وړاندې په مبارزې ټینګار کوي او وايي چې دا یې د کارونو په سر کې ځای لري خو د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو څه باندې شپږمیاشتې کېږي خو په دې موده کې یوازې په دې توانیدلي چې یوه قضیه ترمحکمې ورسوي.

راپور: عبادالله حنان زی