کارپوهان: ولسي جرګه نظارت کې پاتې او د وزیرانو استېضاح کې ګټې پالي

يو شمېر افغان کارپوهان او د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان وايي، په داسې حال کې چې ولسي جرګه په خپله نه‎ده توانېدلې چې د حکومت له کارونو څخه په دوامداره او سمه توګه څارنه وکړي، اوس یې د خپلو شخصي او نورو اهدافو لپاره يو دمي د وزیرانو استيضاح پېل کړې ده.

دوی وايي، د حکومت له کارونو څارنه باید يوه دایمي پروسه وي او په ناڅاپي ډول مطرح نه‎شي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل چې ولسي جرګه په څارنه کې پاتې راغلې او پرته له دلایلو یې د وزیرانو د استېضاح لړۍ یې پېل کړې.

رنجبر: ولسي جرګه په څارنه کې پاتې راغلې

دی وايي:

"دوی نظارت کې پاتې راغلي او په دې کې هېڅ شک نشته، پرته له دې چې دوی داسې دلایل وړاندې کړي چې هم وزیران پرې قانع کړي او هم خلک پرې پوه شي چې دا سیاسي او تعصبي اړخ نه‎لري او فساد په کې نشته خو داسې اوازې دي چې دوی دغه کار د دې لپاره کوي چې دوی له وزیرانو بیا شکونه وکړي."

ښاغلی رنجر وايي، ولسي جرګه د حکومت پر چارو د څار قانوني صلاحیت لري، خو تر اوسه جرګې له دغه صلاحیته کارنه دی اخېستی.

خو د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هغو ۱۷ وزیرانو استیضاح ته به دوام ورکړي چې د خپلو وزارتونو انکشافي بودجه‌ یې له ټاکلي اندازې کمه مصرف کړې ده.

ولسي جرګې د پراختیايي بودجې د نه مصرف له کبله تر اوسه ۹ وزیران استیضاح کړي چې له ډلې یې شپږ سلب صلاحیت شوي او درې وزیران د جرګې د تائید وړ ګرځیدلې دي.

په ورته وخت کې د روڼتیا د څار سازمان اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي وايي چې ولسي جرګه په خپل کار کې پاتې راغلی او د وزیرانو استيضاح برخه کې هم داسې شکونه موجود دي چې فساد ته زمینه سازي وشي.

د روڼتیا د څار سازمان اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي

ښاغلی افضلي وايي:

"پارلمان خپل کار په سم ډول پرمخ نه‎دی وړی، بلکه فساد ته يې زمینه برابره کړې، دوی په يو ډول له وزیرانو څخه باج اخلي، اوس چې د وزیرانو د استيضاح مسئله مطرح ده دوی د ولس په منځ کې اعتماد څخه برخمن نه‎دي، سره له دې کوم کار چې دوی کوي سم په نظر راځي ځکه زیاتره وزیران نه‎دي توانېدلي چې خپله انکشافي بودجه مصرف کړي، خو جدي شکونه موجود دي چې دا پروسه هم داسې زمینه سازي وي چې ناوړه ګټه ترې واخېستل شي."

خو د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان وايي چې دوی د قانون سره سم له خپلو صلاحیتونو ګټه اخېستې او د وزیرانو د استيضاح لړۍ یې خلکو ته د خېر ښېګنې لپاره پېل کړي نه د خپلو شخصي ګټو لپاره.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان

ښاغلی عرفان وايي:

"موږ ته چې اساسي قانون کوم صلاحیتونه راکړي موږ ورڅخه په سمه توګه ګټه اخېستې، موږ په تېره کې د استيضاح غونډې درلودې د استجواب لسګونه غوندې مو کړي، د وزیرانو د استيضاح پرېکړه د خلکو د ګټې لپاره اخېستل شوې نه د چا د شخصي ګټو لپاره."

دا په داسې حال کې ده چې ارګ وايي، د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د استيضاح موضوع یې د تفسیر لپاره سترې محکې ته استولې او په دې برخه کې به د سترې محکمې هر ډول پرېکړې ته درناوی وکړي.

راپور: محمد واصل وصال