ارګ ماڼۍ د وزیرانو د استیضاح موضوع سترې محکمې ته استولې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د استیضاح موضوع‌یې د تفسیر لپاره سترې محکمې ته استولې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ولسمشر د وزیرانو د استیضاح لپاره خپلې اندېښنې له وکیلانو سره شریکې کړې وې خو اوس دغه قضیه سترې محکمې ته راجع شوې ده.

د افغانستان د سترې محکمې مسؤلین بیا وايي چې تر اوسه د وزیرانو د استیضاح موضوع دوی ته نه‌ده استول شوې.

ولسي جرګې د پراختیايي بودجې د نه‌مصرف له کبله د یو شمېر وزیرانو د استیضاح لړۍ پیل کړې ده.