ولسي جرګه وايي، د ۱۱ وزیرانو غیابي استیضاح ته به دوام ورکړي

ولسي جرګه وايي، د هغو ۱۱ وزیرانو غیابي استیضاح ته به دوام ورکړي چې له ټاکلې اندازې د خپلو وزارتونو کمه انکشافي بودجه‌یې مصرف کړې ده.

له ټاکلي مهالوېش سره سم نن باید د لوړو او مسلکي تحصیلاتو، عدلیې او د ښار جوړولو وزیران د ولسي جرګې د استیضاح غونډې ته حاضر شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري ازادي راډیو ته وویل، که دا کسان غونډې ته حاضر هم نه‎شي د ملت استازي به‌یې په اړه په غیاب کې پرېکړه وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې وزیران به نن هم د استیضاح غونډې ته حاضر نه‎شي.

ولسي جرګې په تېرو دوو ورځو کې پنځه وزیران سلب اعتماد کړل-وړمه ورځ‌یې د بهرنیو چارو، فوائد عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او پرون‌یې د پوهنې او ټرانسپورت وزیران په غیاب کې سلب صلاحیت کړل خو د مالیې وزیر ته‌یې د ابقا رأیه ورکړه.