چارواکي: هلمند کې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د هلمند په بېلابېلو سیمو کې شوي دي او په وژل شویو کې ځینې طالب قوماندانان هم شامل دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.