ولسي جرګې ته د یو شمېر وزیرانو نه‌حاضرېدو وکیلان غوسه کړي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان له دې امله په غوسه دي چې د مالیې، پوهنې او ټرانسپورت وزیران استیضاحیه غونډې ته نه‌دي حاضر شوي.

پارېدلو وکیلانو دا د ولسي جرګې لپاره بې‌احترامي وګڼله او د جرګې اداري پلاوی یې په معاملې تورن کړ.

خو د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي په اداري پلاوي لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل.

بالاخره پرېکړه وشوه چې که وزیران تر یو ساعت پورې د جرګې عمومي غونډې ته حاضر نه‌شول نو د عدم اعتماد رأیې لپاره به صندوقونه ورته کېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسي جرګې د بهرنیو، فواید عامې او کار او ټولنیزو چارو وزیران د دې لپاره استیضاح او سلب صلاحیت کړل چې ویل کېده انکشافي بودجه‌یې لږه مصرف کړې.

افغان ولسمشر ویلي چې په اوس وخت کې د کابینې بدلون ډېر ګران تمامېږي.