هېلري کلېنټن د خپلې ماتې پړه د «FBI» ادارې پر مشر اچولې

هېلري کلېنټن د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې «اف. بي. ای» مشر د خپلې ماتې لپاره ملامت کړی دی.

امریکايي رسنیو د هېلري کلېنټن د مالي تمویلونکو په حواله چې د نوم له افشا یې ډډه کړې ویلي دي چې هېلري کلېنټن له هغوی سره په ټیلیفوني تماس کې د «اف. بي. ای» مشر د خپلې ماتې لپاره ملامته بللی دی.

د خبر له مخې کلېنټن ویلي تر هغو چې د «اف. بي. ای» مشر جېمز کامي په هغې پورې د منسوبو ځینو تازه اېمېلونو د څېړنې راپور نه‌و ورکړی هغه ګټونکې وه.

د «اف. بي. ای» مشر په یوه لیک کې له انتخاباتو شاوخوا لس ورځې مخکې کانګرېس ته ویلي و چې د هېلري کلېنټن ځینې تازه اېمېلونه‌یې موندلي او څېړنې پرې کوي.

د یوه بل خبر له مخې د ټرمپ له بریا وروسته د څلورمې ورځې لپاره بیا هم د امریکا په لویو ښارونو کې د ټرمپ د بریا پر ضد لاریونونه وشول.

لاریون کوونکو پرون په نیویارک، لاس انجلس او شیکاګو کې د ټرامپ پر ضد شعارونه ورکړل.

که څه هم ټرمپ په لومړي سر کې په دغو لاریون کوونکو انتقاد وکړ خو وروسته‌یې د هغوی حوصله وستایله.