ډونالډ ټرمپ ته د ایران د مذهبي مشر خبرداری

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره لوبې ونه کړي.

خامنه اي د جمعې د لمانځه پر مهال وویل، ټرمپ باید د دې لپاره چې د انتخاباتي مبارزې پر مهال یې ایرانیانو ته ترورستان ویلي، بخښنه وغواړي.

بل لور ته د عراق د شیعه و مشر مقتدا الصدر ویلي دي چې د ټرمپ انتخابېدل د امریکا د زوال نښه ده.

مقتدا الصدر امریکایان هڅولي دي چې د مسلمانانو او اقلیتونو په وړاندې د ټرمپ له نظر سره مخالفت وکړي.

الصدر هغه امریکایان وستایل چې د مسلمانانو او د نورو ادیانو د پیروانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې پلویان دي.