ډونالډ ټرمپ وايي، له خپل روسیي سیال سره ټلیفوني خبرې کوي

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله ښودلې چې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په نږدې راتلونکې کې ټلیفوني خبرې وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې په هغې مرکې کې کړي چې وال سټریټ ژورنال نن خپره کړه.

ټرمپ ویلي چې له پوتین څخه یې دده په وینا یو عالي لیک تر لاسه کړی، دده اشاره د نومبر پر نهمه نېټه د روسیې د ولسمشر لخوا د مبارکۍ پیغام ته وو چې په هغه کې پوتین هیله ښودلې وه چې د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکو لپاره داسې کار باید وشي چې د پرمختیا لپاره یو ثابت مسیر وي.

د پوتین ویاند دیمتري پسکوف د امریکا ټلویزیوني چینل «سي. ان. ان» ته پرون وویل چې پوتین او ټرمپ دواړه عمل ګرا دي.

پسکوف زیاته کړه دواړو مشرانو په عین حال کې چمتووالی ښودلی چې له یو بل سره ښې اړیکي پالي.

پسکوف وایي، دا یو ډېر ښه او ډېر مثبت فرصت دی.