د لویې څارنوالۍ یو څارنوال په علني توګه محاکمه شو

له اداري فساد سره د مبارزې عدلیې او قضايې مرکز له خوا د سترو جرمونو او اداري فساد د قضیو د پلټنو لومړنۍ علني محکمه نن په کابل کې جوړه شوه.

په دغه محکمه کې د لوی څارنوالي د یوه پخواني پوځي څارنوال او د عزیزي بانک د یو تورن کارکونکي د اختلاس دوسې وڅېړل شوې.

دغه څارنوال عبدالحی نومېږي او د ۵۰ زره افغانیو په رشوت اخیستو باندې تورن دی.

د عبدالحی مدافع وکیل، خپل موکل ته د عدالت غوښتلو په خاطر د زیات وخت غوښتنه وکړه.

په دغه علني محکمه کې د کندهار ولایت د عزیزي بانک د مشتریانو د خدمتونو د امر فرید احمد دوسیه چې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په اختلاس تورن دی هم وڅېړل شوه.

دا له تېرو څو کلونو راپدیخوا لومړی ځل دی چې د عدلي او قضایي ارګان یو لوړ رتبه مامور د اداري فساد په تور په علني ډول محاکمه کېږي.