افضلي: له ټولو مفسدینو سره باید یو شان چلند شوي

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وایې، له فساد سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې له مفسدینو سره په هره کچه چې وي، قانوني چلند وشي.

د دغې ادارې رئیس سید اکرام افضلي نن شنبې له ازادي راډیو سره مرکه کې، د رشوت اخیستلو په تور د پوځي څارنوالۍ د یوه غړي علني محاکمې ته په اشارې سره وویل چې دا بهیر باید په پوره شفافیت او عدالت سره تر سره شي.

له ښاغلي افضلي سره د ازادي راډيو خبریال قسیم سوله مل د مرکې په سر کې دا پوښتلي چې ایا د دولتي کارکونکو دا ډول علني محاکمه له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مثبت اقدام دی او که څنګه؟ ښاغلی افضلي په ځواب کې وایې:

Your browser doesn’t support HTML5

له سید اکرام افضلي سره مرکه