ولسي جرګې ته دریو استیضاح شويو وزیرانو د پراختیايي بودحې د نه مصرف له کبله خپل دلایل له وکیلانو سره شریک کړل.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې دغه وزارت ۷۳ سلنه بودجه مصرف کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په خپلو خبرو کې دا وویل چې دوی د پراختيايي بودجې په مصرف کې هیڅ ډول بې غوري نه ده کړې.
نا امني، بیروکراسي او په وخت د نړیوالو ډونرانو لخوا د پیسو نه ورکړه هغه لوی عوامل دي چې د وزیرانو په خبره د پراختیايي بودجې پر مصرف یې منفي اغېز کړی دی.
یادو دریو وزایرانو ته ولسي جرګې صندوقونه ایښې او دغه لړۍ همدا اوس روانه ده.