ډونالډ ټرمپ د ده پرضد د وروستیو مظاهرو ستاینه وکړه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ده پر ضد د وروستیو مظاهرو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا مظاهره کونکي خپل هېواد ته لېواله دي.

ټرمپ تر دې مخکې دا مظاهره چیان مسلکي کسان بللي وو چې د هغه په خبره د رسنیو لخوا ګمارل شوي دي او د کامیابو انتخاباتو پر ضد غیر عادلانه مظاهره کوي.

ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې موږ ټول به یو موټي شو او افتخار به وکړو.

د روانې نومبر میاشت په لسمه نېټه د واشنګټن، فیلادلفیا، نیویارک، لاس انجلس، سان فرانسسکو په ګډون د مدحده ایالاتو په ګڼ شمېر ښارونو کې سلګونه کسان د امریکا د ولسمشر په توګه د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د انتخابېدو په اعتراض کې لارو او واټونو ته راووتل.