د فساد په تور نیول شوی څارنوال نن علني محاکمه کېږي

د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال نن د اداري فساد په قضیه کې په علني ډول محاکمه کېږي.

لویه څارنوالي وايي، دا محاکمه د اداري فساد د درنو جرمونو د دوسیو د څېړلو د ځانګړې محکمې لخوا نن له غرمې مخکې پیلېږي.

دا له تېرو څو کلونو راپدیخوا لومړی ځل دی چې د افغان قضايي ځواک یو لوړ رتبه مامور د اداري فساد په تور په علني ډول محاکمه کېږي.

د لوی څارنوالۍ په وینا په نننۍ محاکمه کې یو بل تورن کس هم د اداري فساد د درنو جرمونو د څېړلو د ځانګړې محکمې لخوا محاکمه کېږي.