معترف: د خبریالانو او فعالانو پر وړاندې ګواښونه زیات شوي

د خبریالانو او مدني فعالانو څخه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وایي، په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې ګواښونه او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تر خطر لاندې د خبریالانو او مدني فعالانو څخه د ملاتړ شبکې چې د پنجشنبې په ورځ یې فعالیت پیل کړ، یوې خبري غونډې ته وویل چې د وسله‎والو مخالفینو ترڅنګ ځينې دولتي ادارې هم د تاوتریخوالي په دغو پېښو کې لاس لري.

تر خطر لاندې د خبریالانو او مدني فعالانو څخه د ملاتړ شبکه داسې مهال جوړېږي چې سږ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی دی.

په دغې شبکې کې پنځه بنسټونه فعالیت لري چې تر ډېره د هغو خبریالانو او فعالانو لپاره عدالت غوښتنه کوي کوم چې له ګواښونو او خطرونو سره مخ وي.

د یادې شبکې غړي محمد هارون معترف د پنجشنبې په ورځ د خپلو فعالیتونو په اړه خبریالانو ته وویل:

"د بیړنیو پېښو په تړاو چې خبریالان په مرکز او یا سیمو کې د ترورېستانو او یا زورواکانو له‎خوا تعقیبېږي، زموږ هڅه دا ده چې د ملاتړ کوونکي بنسټ په توګه ورسره مرسته وکړو."

ناامنۍ، کاري محدودیتونه، معلوماتو ته نه لاسرسی، له خبریالانو او مدني فعالانو سره د تاوتریخوالي د پېښو نه څېړل او د لازمو امتیازاتو نشتون هغه ستونزې دي چې د دغې شبکې غړي یې په اړه اندیښنه لري.

د شبکې د معلوماتو له مخې یوازې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۱ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د خبریالانو د قربانیو په تر ټولو وروستۍ پېښه کې تېره جمعه په هلمند کې د یوه خصوصي ټلویزیون خبریال نعمت الله زهیر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د دې ترڅنګ له خطر سره مخامخ د خبریالانو او فعالانو د ملاتړ شبکه وایي، سیاسي او مدني فعالان هم په وروستیو کې له پرله‎پسې او جدي ګواښونو سره مخ دي.

د سیاسي فعالانو په استازیتوب احمد سعیدي پر حکومت انتقاد وکړ چې له دوی سره د شوي تاوتریخوالي پېښې نه‎څېړي.

د سیاسي فعالانو په استازیتوب احمد سعیدي

ښاغلی سعیدي زیاته کړه:

"په وار- وار مسؤلینو له ولسمشره نیولې بیا تر کښته پورې ژمنه کړې چې موږ ستاسو ملاتړ کوو. خو نتیجه یې ډېره کمه او غیرقابل د احساس وه."

خو حکومتي مسؤلان بیا وایي، دوی د خبریالانو او مدني فعالانو خوندیتوب ته ژمن دي او امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو حکومتي مسؤلینو ته یې په دې اړه سپارښتني هم کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وایي چې راتلونکې اوونۍ به د خبریالانو د خوندیتوب ګډه کمېټه چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال کوي، په ځانګړي توګه د خبریالانو امنیتي دوسیې وڅېړي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ

دی وايي:

"د رسنیو د خوندیتوب کمېټې درېیمه غونډه چې راتلونکې اوونۍ کېږي، د اجنډا مهمه برخه یې له فعالانو خصوصاً له رسنیو سره د شوي تاوتریخوالي او امنیتي قضیو څېړنه ده او د دغو پېښو اورېدل دي."

بل لورته د خبریالانو او مدني فعالانو پر ملاتړ کوونکو بنسټونو هم دا انتقادونه شته چې د دوی فعالیتونو تر اوسه پورې په دې برخه کې د پام وړ نتیجه نه درلوده.

خو له خطر سره د مخامخ خبریالانو او فعالانو د ملاتړ شبکه وایي، د دا ډول بنسټونو زیاتوالی او انسجام کولای شي مسؤلین په ښه توګه خپلو مسؤلیتونو ته متوجې او ورباندې فشار زیات کړي.