امریکا کې له باسټنه تر لاس انجلسه پورې د "ټرمپ" پرضد مظاهرې

د امریکا ډیریو ښارونو کې زرګونه کسان د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد اعتراضونو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.

له باسټنه نیولې تر لاس انجلس او د امریکا نورو ایالتونو کې زرګونه کسان د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرضد مظاهرو ته راوتلي او د ټرمپ ضد شعارونه ورکوي.

د پولیسو په وينا، د تکزاس په مرکز اسټين کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو لاریون وکړ.

لاريون کوونکو د ټرمپ د هغو ژمنو پر ضد شعارونه ورکول چې ګواکې له مکسيکو سره پر پوله به دېوال جوړوي چې امریکا ته د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونيسي.

لاريون کوونکو په واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ نړیوال هوټل مخې ته شعارونه ورکول.

يوه بله ډله بيا د سپينې ماڼۍ مخې ته ولاړ وو، شمعې يې په لاسو کې وې او ويناوو ته يې غوږ نیولی وو.

واشنګټن کې په امریکايي پوهنتون کې لاریون کوونکو امریکايي بيرغونو ته اور واچاوه.

واشنګټن کې په امریکايي پوهنتون کې لاریون کوونکو امریکايي بيرغونو ته اور واچاوه.

سلګونو نورو کسانو په فيلادلفيا، باسټن، پورټلند او اوريګان کې هم راټول شوي وو او د لاريونو تنظيموونکو وويل چې په سان فرانسېسکو، لاس انجلس، اکلِنډ او کليفورنيا کې به هم د پنجشنبې په ورځ راوځي.

دغه مظاهرې تر ډېره سوله ییزې دي، خو له کبله یې د ترافیکو پر مخ لارې تړل شوي دي.

اعتراض کوونکي د دغه جمهوري غوښتونکي میلیارډر هغه ژمنې ناسمې بولي چې د مسلمانانو ، ښځو او نورو ورته مسائلو باندې یې کړي وې.

ډیری مظاهره‎چیان ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته وړ کس نه بولي.

د مېرې‎لېنډ یوې اعتراض کوونکي وویل:

"که څه هم موږ واقعاً نه‎شو کولای هغه هر څه بدل کړو او باید هغه څه چې شوې وې منو ، خو غواړو دوی پوه شي چې موږ خفه یو. دا بده ده. که څه هم نه‎شو کولای څه بدل کړو، خو ښه خبره دا ده چې موږ خوېندې او ورونه د یوبل تر څنګ ودرېږو او دوی ټول یو باور لرو. پرېږده چې دی پوه شي موږ له دې انتخاب سره جوړ نه یو."

د ټرمپ کمپاين د دغه وضعیت په اړه څه نه‎دي ويلي. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله وينا کې وويل چې دی به د ټولو امریکايانو ولسمشر وي.

دا مظاهرې داسې مهال شوي چې د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان وروسته سمدستي ټرمپ ته پر ټلیفون د هغه د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

بل‎خوا ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ نن د بارک اوباما په بلنه سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.