کابل کې له ګواښ سره مخ خبریالانو د ملاتړ شبکه جوړه شوه

په کابل کې له ګواښونو سره د مخامخ خبریالانو او مدني فعالانو د ملاتړ په نامه شبکه جوړه شوه.

د دغه شبکې غړو نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه شبکه به د هغو خبریالانو او مدني فعالانو د مصؤنیت لپاره کار کوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه شبکې غړی محمد هارون معترف وايي:

"دغه شبکه به د هغو خبریالانو او یا لیکوالانو لپاره په جدي توګه د عدالت غوښتنه کوي چې له ګواښ سره مخامخ کېږي."

ناامني، معلوماتو ته نه لاس رسۍ او د وژل شوېو خبریالانو د دوسیې نه څېړل هغه لویې ستونزې دي چې د یادې شبکې د غړو په خبره افغان خبریالان ورسره مخامخ دي.