پسرلی: هند کې د افغانستان محصولات نندارې ته ایښودل کېږي

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د نوومبر په ۱۴مه نېټه به د هند په "پرګټي" میدان کې د افغانستان په شمول د یو شمېر هېوادونو د صنعتي تولیداتو او محصولاتو لپاره نندارتون جوړ شي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې په هند کې به په دغه نندارتون کې د افغانستان وچې او تازه میوې، غالۍ او یو شمېر نور محصولات له ۴۰ په زیاتو غرفو کې نندارې ته کېښودل شي.

ښاغلی پسرلی وایي، تمه ده چې بهرنیو هېوادونو ته له افغانستانه د وچې میوې او غالیو د صادراتو برخه کې له بهرنیو سوداګرو سره یو شمېر تړونونه هم لاسلیک شي.