روحاني: امکان نه‎لري چې ټرمپ د تهران اټمي تړون فسخه کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، دا امکان نه‎لري چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران اټمي تړون فسخه کړي.

ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال ویلي و چې دی به دا تړون بېرته راوګرځوي.

د ایران دولتي تلویزیون د روحاني په وینا پرون خبر ورکړ چې ده د کابینې غونډې ته په تهران کې وویل، اټمي تړون له یوه هېواد یا یوه حکومت سره نه‎دی لاسلیک شوی دا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه‎لیک له لوري تصویب شوی او دا ممکنه نه‎ده چې د یوه حکومت له لوري تبدیل شي.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې نړیوالې ټولنې پر ایران لګیدلي بندیزونه د دې په وړاندې لېرې کړل چې ایران به خپل اټمي فعالیتونه راکموي.

ټرمپ ویلي دي چې دا تړون یو ناورین دی او دې ته لومړیتوب ورکوي چې فسخه یې کړي.