د ټرمپ د ولسمشر انتخابېدو کېدو سره سم د ونډو بازار راټيټ شو

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر انتخابېدو کېدو سره سم د ونډو بازار راټيټ شو.

پانګه‎وال بېره لري چې د ټرمپ بريا به په نړۍ کې اقتصادي او سوداګريزه ناکراري رامنځته کړي چې تر نامعلومه مودې به دوام وکړي.

نن سهار اروپايي د ونډې بازارونه وروسته له هغه راټيټ شول چې ټرمپ د بازار د اقتصاد پلوې هيلري کلېنټن ته په ولسمشريزو انتخاباتو کې ماته ورکړه.

امريکا کې د ونډو بازار پر يوه ځای پنځه فيصده راټيټ شو. دا تر هغه ډېره خرابه درجه ده کله چې برېتانيې له اروپايي اتحاديې د وتلو پرېکړه وکړه.

ټرمپ ويلي و چې که ولسمشر شي د مکسيکو او امریکا ترمنځ به د ده په وينا يو ښايسته دېوال جوړ کړي.

له همدې کبله مکسيکويي پيسو د ډالر په وړاندې تر ټولو وختونو زياته ټيټه شوې ده.

پانګه‎والو د کلېنټن پاليسي د ټرمپ پر هغې غوره بللې ځکه بازارونو د کلېنټن غوره بلله.