ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ ځینې وزیران استیضاح کوي

د افغانستان ولسي جرګه وایي، هر وزیر چې په هر دلیل له اویا سلنې کمه پراختیايي بودجه مصرف کړې وي باید راتلونکې اوونۍ د دغه جرګې له خوا استیضاح شي.

د جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډه کې تر ډېره پر همدې موضوع بحث وکړ.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په دغه غونډه کې وویل چې د وزیرانو استیضاح د ولسي جرګې حق دی او باید د جرګې غړي په دې برخه کې خپل رسالت د ملت په وړاندې ادا کړي.

ابراهیمي: د وزیرانو استیضاح د ولسي جرګې حق دی.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې ولسي جرګه د استیضاح حق لري، د حکومت په وړاندې دښمني نه ده، دا دې ولسي جرګې مکلفیت دی چې د حکومت د کم کاری په وړاندې د اساسي قانون په رڼا کې خپله لازمه رسیدګي وکړي او خپل رسالت د ملت په وړاندې ادا کړي."

د افغانستان ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۴ کال قطعیه د رایو په اکثریت رد او فیصله یې وکړه هغه وزیران به استیضاح کړي چې تر اویا سلنو کمه پراختیايي بودجه یې مصرف کړې وي.

د افغانستان ارګ ماڼۍ هم د وزیرانو د استیضاح برخه کې د ولسي جرګې له وروستۍ پریکړی هرکلی او ملاتړ کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو همدا راز وویل چې د بودجې د نه مصرف له امله په هېواد کې د بې روزګاری کچه لوړه شوې او د اقتصادي پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

د دې جرګې غړې ناهید فرید وایي، که دغه وزیران استیضاح نه‎شي د ملت په حق کې به لویه جفا شوې وي.

فرید وایي، که دغه وزیران استیضاح نه‎شي د ملت په حق کې به لویه جفا شوې وي.

نوموړې وايي:

"ګورو چې هېواد کې د پانګونې وضعیت صفر دی، د خلکو فقر او بې روزګاري زیاته شوې او اوس چې وزیرانو دغه پیسې نه دي مصرف کړي او موږ یې استیضاح نه کړو دا به له دې هېواد سره لویه جفا وي."

سره له دې چې د ولسي جرګې اداري پلاوي د وزیرانو استیضاح د مشخصي نېټې په اړه څه نه دي ویلي خو د جرګې یو شمېر غړي وايي، د وزیرانو استیضاح به د راتلونکي شنبه پیل شي.

د ولسي جرګي غړي وايي چې د افغانستان پراختیايي بودجه د نړیوالو مرسته کوونکو او ډونرانو له‎خوا افغان حکومت ته د دوی د طرحو او عملي پلانونو په مقابل کې ورکول کېږي خو د ځینو مسؤلینو د بې کفایتۍ له کبله د دغه پیسو ډېره برخه ضایع کېږي.

سباوون کاکړ