مککېنلي: ټرمپ به له افغانستان سره کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي

په کابل کې د امریکا سفیر وايي، د امریکا نوی ولسمشر به له افغانستان سره کړو اوږد مهاله وعدو ته ژمن پاتې شي.

مایکل مککینلي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د امریکا دواړه ګوندونه د افغانستان په اړه یو شان نظر لري.

ښاغلی مککینلي وايي، امریکا او نړیوالې ټولنې هغه ژمنې چې د وارسا او بروکسل په غونډو کې یې له افغانستان سره کړې هغه به عملي کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د نتایجو له مخې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلې ده.