د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوي کمېټې کار پای ته رسېدلی

د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوي کمېټه وايي چې کاریې پای ته رسېدلی او د انتخاباتي کمېشنرانو لپاره یې ۳۶ تنه د کاندیدانو په توګه معرفي کړي دي.

د دې کمېټې غړي یوسف رشید نن ازادي راډيو ته وویل چې د سلګونو درخواست کوونکو له ډلې یې ۲۱ تنه د انتخاباتو کمېسیون او ۱۵ کسه د شکایاتو کمېسیون ته د کاندیدانو په توګه غوره کړي دي.

ښاغلی رشید وايي:

"موږ وتوانېدو چې د غورو کسانو له ډلې ۲۱ تنه د انتخاباتو کمېسیون او ۱۵ تنه د شکایاتو کمېسیون ته انتخاب کړو اوټاکل شوې نن څلور بجې په ارګ کې له ولسمشر او نور چارواکو سره لیده کاته ولرو او خپله طرحه ورته وسپارو."

ښاغلي رشید زیاتوي له هرډول فشار پرته یې وړ، لایق، تجربه کار او کارپوه کسان معرفي کړي دي.

د انتخاباتي کمېشنرانو د غواروي کمېټې شاوخوا یوه میاشت وړاندې کار پیل کړی و او تېره ورځ یې کار پای ته ورسېد.