یونسکو د خبریال نعمت الله زهیر وژل کېدل وغندل

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري هڅو نړیوالې ادارې یونسکو په هلمند کې د خبریال نعمت الله زهیر وژل کېدل په شدت وغندل.

د دې ادارې مشرې ایرینابوکووا پرون سې شنبې وویل چې د افغانستان حکومت او مطبوعاتي ادارې باید د مطبوعاتو د کارکونکو د امنیت ټینګولو لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کړي.

بوکووا ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو له امنیت سره د مرستې او لارښوونې لپاره یې یوکتاب چاپ کړی چې ډېرې خطرناکې سیمې پکې په نښه شوې دي.

نعمت الله زهیر تېره اوونۍ د کار پرمهال، لښکرګاه ښارته نږدې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

ایرینابوکووا پر زهیردا حمله غندلې ده.