سعودي کې د افغانستان وضعیت په اړه د نړۍ دیني عالمان غونډه کوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نږدې وخت کې به د اسلامي هېوادونو پېژندل شوي دیني عالمان په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د خبرو لپاره غونډه وکړي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو مسؤل محمد سماعیل قاسمیار پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل په دې هېواد کې د روان کړکېچ په اړه د اسلامي هېوادونو د معتبرو عالمانو غونډه د اسلامي همکاریو سازمان په ابتکار جوړېږي چې کوربه یې سعودي عربستان دي.

د غونډې دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو ښاغلي قاسمیار هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به یې جزئیات څرګند شي.

قاسمیار: هغوی غواړي د قران او شریعت په رڼا کې پریکړې هم وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د دې هڅې پیل کړې چې د اسلامي نړۍ د داسې عالمانو چې د فتوا ورکولو صلاحیت ولري، یو کنفرانس جوړ او د افغانستان له اوسني وضعیته د وتلو لارې پکې ولټول شي، هغوی غواړي چې د قران او شریعت په رڼا کې پریکړې هم وشي."

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې وه چې دا نړیوال کنفرانس تر روژې مخکې جوړ شوی وای، خو وروسته دا پرېکړه وځنډول شوه او تر اوسه یې لا دقیق وخت نه دی اعلان شوی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله تېره میاشت سعودي عربستان ته په خپل سفر کې یو وار بیا له سعودي چارواکو سره د دې نړیوال کنفرانس د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی قاسمیار وايي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان په ګډون د اسلامي نړۍ د زیاتو هېوادونو دیني عالمانو او د طالبانو استازوته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

نوموړي زیاته کړه:

"له افغانستانه هغه عالمان چې د عالمانو د سرتاسري شورا غړي دي او ځیني نور دیني عالمان هم بلل شوي چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړه تیاري لري، موږ امید لرو چې ډېر ژر به دا کنفرانس جوړشي، دا په کوربه هېواد پورې اړه لري چې څوک ورغواړي نوموږ ته دا نه دي ویل شوي چې د طالبانو له لوري څوک ور بلل شوي او په کوم نوم به ګډون کوي."

خو د رویټرز خبري اژانس په حواله، وسله والو طالبانو پرون سې شنبې د اسلامي هېوادونو پر دیني عالمانو غږ وکړ چې له دې کنفرانسه دي د افغانستان د حکومت لپاره د اسلامي نړۍ د ملاتړ غونډولو زمینه نه برابروي.

د طالبانو په پیغام کې ویل شوي چې د افغانستان د سولې عالي شورا هڅه کوي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د داسې سترې غونډې په مرسته د دوی په وینا د طالبانو مشروعیت ته ضربه ورکړي.

خو قاسمیار وویل چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ د خپلو کړنلارو د عملي کولو لپاره خپله خبره د افغانانو خولې ته اچوي او د افغانستان د طالبانو په غږ د داسې حرکتونو د مخنیوي هڅې کوي چې په افغانستان کې سوله ټینګولای شي.