د امریکا انتخاباتو کې به له وخت مخکې ۵۰ میلیونه رأی ورکونکي وي

د امریکا د ایالتونو او انتخاباتو څارونکي له وخت څخه په مخکې رأی ورکولو کې دې بې سابقې زیاتوالي خبر ورکړی دی.

ویل کېږي چې په دې رأی ورکوونکو کې لویه برخه د هسپانوي ژبې امریکایان دي چې ښايي ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلېنټن ته به یې رایې ورکړي وي.

د اسوشیټېدپرېس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د دوشنبې تر ورځې پورې لږ تر لږه درې څلوېښت میلیونه کسانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ټاکلې ورځې مخکې رایې ورکړې وي او تمه کېږي چې په دې انتخاباتو کې به د وختي رأی ورکوونکو شمېر پنځوس میلیونو ته ورسېږي.

اسوشیټېډ پرېس وايي، د دې معنی دا ده چې د امریکا د رأی ورکوونکو په سلو کې څلوېښتو یې د انتخاباتو له ورځې چې نن ده دمخه خپلې رایې کارولې دي.

د ۲۰۱۲ میلادي کال په انتخاباتو کې ټولټال ۴۶ میلونو کسانو مخکې رایې ورکړې وې چې هغه مهال یې د رأی ورکوونکو ۳۵ سلنه جوړوله.

تر اوسه پورې د امریکا په ۲۳ ایالتونو او ډي سي کې له وخت څخه مخکې بې سابقه رایې ورکول ثبت شوي دي.

د هسپانوي ژبو امریکایانو له خوا په هغو ایالتونو کې له وخته مخکې ډېرې رأی ورکړل شوي د کومو ایالتونو ګټل چې سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ته مهم دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ډیموکراټان د وخت څخه د مخه په کارول شویو رایو کې مخکې دي.

بل خوا راپورونه وايي چې د امریکا د نیو همپشیر ایالت په ګڼو وړو ښارګوټو کې امریکايي رایې ورکوونکو د ولسمشرۍ په نننیو انتخاباتو کې خپلې رأی کارولي دي.

د دې ایالت په لېرې پرتو بانډو ډیکشویلي، هارټ سیمه او میلس فیلیډ کې د تیرې نیمې شپې راهیسې د رأی ورکولو مرکزونه پرانېستي وو او کله چې ټولو رأی ورکوونکو خپلې رأی وکارولې وتړل شول.

په ډیکشویلي او هارټ سیمه کې ډيرې رایې ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلېنټن ګټلي خو په میلس فیلډ کې بیا ډیرې رأی جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډټرمپ ګټلي دي.

د نیو همپشیر د ایالتي قانون له مخې هغه کلي چې تر سلو څخه کم رایې ورکونکي لري؛ کولای شي نیمه شپه د رأی ورکولو مرکزونه پرانېزي او کله چې ټول رأی ورکوونکې خپلې رأی ورکړي بیرته یې وتړي.