له کندهار نه نږدې ۱۳ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سږکال له دغه ولایت څخه ۱۲۷۷۵ ټنه انار پاکستان او هند ته صادرشوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي ازادي راډيو ته وویل چې هند او پاکستان ته د انارو صادرات د تېرکال په پرتله ۴۰ فیصده زیات شوي دي.

ښاغلی عبدالباقي وایي، له دې سره سره د ځینو ستونزو له امله سږکال هم په کندهار کې ډېره اندازه انار له صادراتو پاتې شوي او په ارزانه بیه پلورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ کرنه تر اوسه فني نه ده د طبیعت طابع ده، د سږکال ستونزه دا وه چې ډېر انار وچاودل، انار چې وچاودي هغه بهرنیو هېوادونو ته نه شو صادرولای، د دغو انارو ډېره اندازه دلته په کم بیه وپلورل شول."

د کندهار د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د معلوماتو له مخې د تېر کال په پرتله سږکال د انارو په حاصلاتو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.