وزیري: د ننګرهار ځينو ولسوالیو کې اوس هم د داعش تحرکات شته

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې اوس هم د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعیشانو تحرکات شته.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په ننګرهار کې د داعش پرضد د افغان ځواکونو پراخ عملیات دوام لري.

د نوموړي په خبره نور نو داعش په ننګرهار کې لوی ګواښ نه دی.

خو په ولسي جرګې د ننګرهار ولایت ځیني استازي او د ولایتي شورا یو شمېر غړي بیا د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش حضور د اندېښنې وړ بولي.