ولسمشر غني: اکثره دولتي ادارې د مصرف ظرفیت نه لري

ولسمشر غني وايي، اکثره دولتي اداري د مصرف ظرفیت نه لري.

ښاغلي غني چې نن دوشنبه یې کابل کې په درېیم ښاري ملي کنفراس کې خبرې کولې وویل چې د پیسو مصرف اسانه دی، خو داچې په شفافه توګه او پرځای ولګول شي دا ظرفیت په دولتي ادارو کې نشته.

د ولسمشر غني په خبره د پیسو د مصرف په برخه کې یو ملي بحث ته اړتیا ده څو دې دې ستونزې معقوله حل لاره وموندل شي.

ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرګندوې کوي چې تېره اوونۍ ولسي جرګې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د کابینې ډېری وزیران به د پراختیايي بودجې د نه مصرف له امله استیضاح کړي.