روغتيا وزارت د ګوزڼ واکسين د کمپاين د پيل اعلان وکړ

د افغانستان روغتيا وزارت په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو واکسين د کمپاين د پيل اعلان وکړ.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه کمپاين به د افغانستان په جنوب، ختيځ او جنوب ختيځ دغه راز هغو ولسواليو کې چې په لوړه سطحه خطر په کې شته عملي شي.

ټاکل شوې څه باندې پنځه اعشاريه شپږ مليونه ماشومان چې تر ٥ کلنۍ کم عمرونه لري، په دغه کمپاين کې تر جمعې ورځې پورې واکسين شي.