د خوست خلکو له‎خوا د کندز پر جګړه ځپلو مرستې ووېشل شوې

د خوست د خلکو له‌خوا د کندز ولایت له جګړه ځپلو ۱۹۱ کورنیو باندې یو میلیون نغدې مرسته شوې پیسې ووېشل شوې.

د خوست مدني فعال فیض محمد فیضي چې د مرستو سپارلو لپاره کندز ته تللی و نن ازادي راډیو ته وویل، دا پیسې هغه کورنیو ته ورکړل شوې چې په جګړو کې یې کورونه وران شوي وو.

له دې وړاندې هم د خوست ولسونو د کندز جګړه ځپلو خلکو لپاره د وينو راټولولو کمپاین کړی وو او مرستې یې هم راټولې کړې وې.

د معلوماتو له مخې د کندز ښار په وروستۍ لس ورځنې جګړه کې له دې ولایته کابو ۲۰ زره کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو ته بې‌ځایه شوې وې، ۱۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو، همداراز څه باندې ۴۰۰ تنه ټپیان شوي او یو زیات شمېر کورونه هم سوځېدلي وو.